د ناټو عمومي منشي وايي چې د دغه تړون ځواکونه به د اړتیا تر حده په افغانستان کې پاتې شي، خو هغه ټینګار کوي چې د ناټو اصلي موخه، د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی دی.
ینس سټولټبنرګ په دې اند دی چې اوس په افغانستان کې، باید د یوې سولهییزې حل لارې د موندلو له هڅو ملاتړ وشي.
د افغانستان د سولې په اړه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د لومړنیو موافقو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته د ناټو عمومي منشي په یو ډول دغې موضوع ته اشاره کوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل:« موږ په افغانستان کې یو ترڅو د یوې سولهییزې حل لارې او خبرو لپاره لاره هواره کړو، موږ افغان ځواکونو ته د مرستې او مشورې ورکولو لپاره وسیله یو ترڅو په افغانستان کې په خپله امنیت او ثبات ټینګ کړي موږ به د اړتیا له حده زیات هلته پاتې نهشو، خو له هغې مخکې داسې وضعیت رامنځته شي چې موږ وکړای شو دا هېواد پرېږدو یا خپل پوځیان کم کړو چې زموږ اصلي موخې ته زیان ونه رسېږي، زموږ اصلي موخه د نړیوالو ترهګرو په امن پټنځاي د افغانستان د بدلېدو مخنیوی دی.»
د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي دا سازمان د افغانستان د سولې په اړه له واشنګټن سره په اړیکه کې دی.
هغه زیاته کړه: «هغه کار چې اوس یې باید ترسره کړو د یوې سولهيیزې حل لارې د موندلو لپاره له هڅو ملاتړ دی، موږ له امریکا سره له نږدې په تماس کې یوو، یوه موضوع چې نن به یې په اړه خبرې وکړو د سولې هڅې دي، خو بیا وایو چې زموږ د پوځي شته والي موخه د یوې سیاسي حل لارې لپاره د شرایطو برابرول دي او هیله من یو چې وکولای شو دغې موخې ته ورسېږو.»
له دې سره په یو وخت ملي دفاع وزارت په هېواد کې د سولې د هڅو ترڅنګ د طالبانو په وړاندې د ځانګړو پوځي عملیاتو د دوام خبر ورکوي.
په هېواد کې د وروستیو میاشتو په جګړو کې تر ډېره د جګړې ښکیلو لوریو ته تلفات اړولي دي.
په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت ویلي د ملي اردو ځواکونو د ښې روزنې او همداراز د دغو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په موخه د پوځیانو د روزنې لومړنۍ دوره له لسو دوولسو اونیو ته زیاته شوې او همداراز د پوځ د روزنې د مرکزونو پوځي وسایل يې له کابو اتیا سلنې پورې زیات کړي دي.