Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپنتا؛ ته د هېواد سیاست مخ پر طالباني کېدو ښکاري

د نوي ډيلي او کابل تر منځ د اړیکو او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو اړوند په افغانستان کې د هندي سفارت د چارواکو او ځینو پخوانيو افغان سیاستوالو تر منځ په یوه غونډه کې خبرې وشوې. 

په دې غونډه کې د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وویل، که موږ وغواړو کنه، خو په هېواد کې یو ډول د ټولنې او سیاست طالباني کېدل را روان دي. 

هغه وویل د سولې تر نامه لاندې یو ځل بیا پر افغانستان د جنګیالیو د ملاتړو هېوادونو واکمني باید را نه شي. 

سپنتا زیاته کړه: «سوله که په افغانستان کې د تروریزم د ملاتړو د بیا واکمنۍ په بیه کېږي، نو بایلونکي به يې د افغانستان خلک، د سیمې ثبات او هند وي.»

هغه زیاته کړه: «زما په باور که وغواړو، که ونه غواړو، په افغانستان کې یو ډول د ټولنې او سیاست طالباني کېدل را روان دي.»

بل اړخ ته د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح د سولې د خبرو اترو په برخه کې د سیاسي قشر د ګډون ټينګار کوي. 

هغه وویل: «ولسمشر غني باید له سیاسي قشر، سیاسي صنف سره د خبرو اترو یو ګډ محور جوړ کړي، چې اوس دا محور نشته.»

په ورته وخت کې د افغانستان د پالیسۍ د ډلې مشر فهیم دشتي له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې وايي، د سیاست او ټولنې طالباني کېدل پوښتنې را پیدا کولی شي. 

هغه زیاته کړه: «د ولسواکۍ او د محافظه کارۍ تر منځ، کوم اړخ ډېر ځلېدلی شي، دا په دواړو اړخونو پورې تړلې، چې ټولنه څومره په ځان پسې بیولی شي، که طالبان یا نورې ډلې را داخېلږي او هغه څه چې وړاندې کوي يې تر حکومت ښه وي، بې له شکه خلک به هغوی پسې ځي، خو دا لرې ده.»

په دې غونډه کې په کابل کې د هند سفیر ویني کمار د هند او افغانستان پر اړیکو خبر وکړې او ويې ویل: «هر ډول تاوتریخوالی د غندلو وړ دی، موږ د یوه هیواد په توګه له افغانستان سره ستراتیژیکه همکاري لرو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه رابطه ده.»

دا په داسې حال کې دی چې تازه ارګ د سولې د خبرو اترو په پلمه د مشورتي بورډ د یوولسو تنو نومونه  ښکاره شوي، چې نیوکې پرې ډېرې شوې دي.
 
د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر سپنتا وویل: «زما په باور که وغواړو، که ونه غواړو، په افغانستان کې یو ډول د ټولنې او سیاست طالباني کېدل را روان دي.»

شریک یي کړئ