د اسلامي غورځنګ ویاند وايي چې دغه جنبش غواړي چې د احمد ایشچي او دوستم ترمنځ رامنځته شوي اختلافونه د یوې قومي جرګې په جوړېدو حل شي کهچېرې له دې ډېر دغې پېښې ته لمن ووهل شي،د جنرال دوستم پلویان به چوپ پاتې نهشي.
په داسې حال کې چې لویه څارنوالۍ د جنرال دوستم او ساتونکو له خوا یې د احمد ایشچي وهل ټکولو دوسیه څېړي،د افغانستان ملي غورځنګ د دغو څېړونو د درېدو غوښتونکي دي.
د افغانستان د ملي غورځنګ ویاند بشیر احمد تهینج وویل:«تاسو چې نن هره خبره د جنرال دوستم په اړه وايئ،مخاطب مو مېلیونونه انسانان دي.مېلیونونه انسانان د خپل حیثت لپاره،د خپل د پت ساتلو لپاره،د خپل ملي سمبول د مقام د ساتلو لپاره،بې تفاوته به پاتې نهشي.نو پر دې بنسټ،موږ د دې په اړه اندېښمن یوو چې دغې موضوع ته ډېره لمن وهل،شونې ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې،په بېلابېلو لړیو کې او د افغانستان په بېلابېلو ټکو کې به غبرګونونه رامنځته شي.»
احمد ایشچي په عدلي طب،د بګرام د هوايي اډې د بهرنیو ځواکونو په روغتون او د وزیر محمد اکبرخان په روغتون کې معاینه شوی،خو د دغې معاینې پایله تراوسه روښانه نه ده.
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وویل:«کله چې دغه پېښه پر ما راغله،قومونو ډېره هڅه وکړه او د دروازې تر شاه په زرګونه کسان ولاړل،خو حاضر نهشول چې قومونو ته یوازې ځواب ورکړي.څه منطق لري،څه ډول غواړي چې د قوم له لارې دغه مسئله حل کړي؟موږ دولت لرو،اساسي قانون لرو، پارلمان لرو،سنا هم لرو. »
په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي د احمد ایشچي د دوسیې پر عادلانه څېړنې ټینګار کوي.
د مدني ټولنې فعال احمدشاهستانکزي وویل:«کهچېرې تور وي،باید پر چاه تور وتړل شي،سزا ورکړل شي.کهچېرې چا واقعاً په دغې پېښه کې دخیل وي،باید قانوني له هغه سره چلند وشي.دغه پېښه یوازې دغو دوو کسانو پورې تړاو نهلري،بلکې د ټول افغان ملت مسئله ده.دلته د اوسني حکومت پت او عزت مطرح دی.»
ښاغلی ایشچي وايي چې د کابو د یوې اوونۍ په تېرېدو سره چې کابل ته راغلی دی د نا څرګندو لاملونو له امله نه دی توانېدلی چې له ولسمشر او اجرائیه رییس سره لیدنه وکړي.