د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وايي چې له المان څخه ۱۵ ایستل شوي کډوال کابل ته راورسېدل.
د دغه وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي چې له المان څخه ډېری ایستل شوي کسان، هغه ځوانان دي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي وو.
د المان د کورنیو چارو وزارت، اعلان کړی هغه افغان کډوال به وباسي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته راغلي دي او د پناه غوښتنه یې رد شوې ده.
د دې ترڅنګ، په دې وروستیو کې ترکیې هم په سلګونه هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي وو ایستل او کابل ته استول شوي دي.