د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغان ځواکونو تلفات او د جګړې توندې ثابتوي چې له دوی لا هم ملاتړ وکړو.
په دې وروستیو څو میاشتو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان ځواکونو تلفات او د کندهار او هلمند د خونړیو پېښو تر څنګ د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو مقاومت ستايي.
هغه وویل: «موږ پرلپسې د شاتګ شاهدان و، د هغو تاوتریخوالو شاهدان و، چې طالبانو او نورو ښورښي ډلو يې مسؤلیت مانه، دا موضوع زما لپاره له افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ استدلال قوي کوي او موږ هوډ لرو چې دا ملاتړ زیات کړو.»
ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر نوم لاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه، تمویل او مشوره ورکول پر غاړه لري.
په ورته وخت کې د غزني په یوه خوندي ولسوالۍ کې د تازه نښتو خبر ورکول کېږي.
د غزني د ولایتي شورا غړي وايي طالبانو د جاغوري ولسوالۍ اړوند د عسکرو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری وايي: «که لوی ځواک وي، دا وضعیت به بېرته عادي کړل شي، زموږ غوښتنه دا ده چې غزني ته پام وشي.»
د غزني امنیه قومندان مني چې څو ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، خو زیاتوي په ژمي کې يې بیا برابرول وخت نیسي.
جنرال غلام داود تره خېل وویل: «کومې ولسوالۍ چې دوی نیولې، د ټولو ودانۍ يې له منځه وړې، هوا هم یخه ده، نه کطږي ېچ ډېر ژر يې تیارې او کار ته اماده کړو، وخت نیسي.»
غزني چې نږدې درې میاشتې وړاندې د خونړۍ جګړې شاهد و، طالبانو په دې تازه جګړه کې هم د درنو تلفاتو اړولو دعوه کړې.