Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناپېژاندو وسله‎والو د کابل علماو شورا رییس ترور کړ

د کابل د علماو شورا رییس، مولوي عبدالبصیر حقاني شنبې(د لیندۍ په ۳مه نېټه) وروسته له غرمې کابو دوه بجې د ناپېژانده وسله‎والو لخوا ترور شو.

طلوع نیوز ته سرچینې وايي پر ښاغلي حقاني د کابل اوومې ناحیې په چهلستون سیمه کې ډزې شوې دي.

په همدې حال کې د کابل امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوؤل، بصیر مجاهد، مسوول د دې خبر له تایید سره وايي چې پولیسو د پېښې په تړاو یو تن نیولی دی.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د کابل د علماو شورا رییس په داسې حال کې ترور کېږي چې تېره اوونۍ په کابل کې دعلماو پر ناستې برید وشو. د دې برید په پایله کې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸۰ تنه نور ټپیان شول.

د کابل امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوؤل، بصیر مجاهد، مسوول د دې خبر له تایید سره وايي چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی

شریک یي کړئ