د هرات ولایت سیمهييز چارواکي نن(چهارشنبې د غويي۲۰مه) وايي چې ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دې ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې پر یوه قومي مشر ډزې کړې او وژلی یې دی.
چارواکي زیاتوي چې قومي مشر، محمدنظر ملکي له جومات څخه د کور پر لور روان وه پرې برید شوی، او روغتون پر لاره یې ساه ورکړې ده.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند، عبدالاحد وليزاده د دې خبر په تائید سره زیاتوي چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د پیښې مسوؤلیت نه دی منلی.