Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې یوه کس د یوې ښځې پر مخ تېزاب پاشلي

د کابل پولیسو د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۷ مه) ویلي چې د جمعې په شپه پر یوې ښځې د هغې په کور کې تېزاب پاشل شوي دي.

د کابل د پولیسو په وینا چې دا مېرمن نیلوفر اکرمي نومېږي او له هغې وروسته کله چې له یوه کس سره یې خپله کوژده فسخه کړه د هغه له خوا تاوتریخوالي سره مخ شوه.

د کابل د پولیسو یو چارواکی وايي چې دغه نجلۍ دم‎ګړۍ په روغتون کې تر درمنلې لاندې ده او د تورن کس د نیولو لپاره هېڅې روانې دي.

ویل کېږي چې دغې نجلۍ د کابل په یوه روغتون کې د قابلې په توګه کار کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې کابل کې یوه بل کس پر خپلې مېرمنې تېزاب پاشلي وو.

دغه مېرمن زهره نومېده او د کابل په استقلال روغتون کې بستري وه. هغې ویلي وو چې خاوند به یې ورسره ناوړه چلند کاوه او د تېرې جمعې په ورځ یې د نوموړې د ماشومانو  په وړاندې د هغې پر مخ تېزاب وپاشل.

هغه وايي خاوند یې ورسره ناسم چلند کاوه او په ځلونو یې د پلار کور ته لیږلې او بیرته یې ورغوښتې، که یې له تلو سره مخالفت کاوه خاوند به یې ورته ګواښ کاوه.

د تاوتریخوالي قرباني زهره تېره جمعه (د زمري په ۱۹ مه) ویلي وو:«فکر مې نه کاوه. چې تر دې بریده ظالم وي. خپل دویم ماشوم مې مینځه چې چاکو په لاس راغی او پر ما یې برید وکړ کله چې مې مخنیوی وکړ او چاکو مې ترې واخیست، تېزاب یې پر مخ را وشیندل.»

زهره زیاتوي شپاړس کاله مخکې کله چې لس کلنه وه د پلار له خوا یې د پلار د تره زوی ته یې چې ۳۰ کلن سړی وه په نکاح کړه.د دغې ښځې ټول مخ زیانمن شوی او د یوې سترګې لید یې هم له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د استقلال روغتون ډاکټران وايي چې د هغې ورغتیايي وضعیت نسبتاً ښه دی خو جدي اروايي زیانونه یې لیدلي دی.

شریک یي کړئ