د ننګرهار ولایت سیمهييز چارواکي نن(چهارشنبې د وري۲۲مه) وايي چې یوه سړي د خپل تره کورنۍ شپږغړي وژلي وه، نیول شوی دی.
دا چارواکي وايي چې قربانیان له ۲۰ تر ۳۵ کلونو عمرونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ پر دوشنبې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وویل چې د نورمحمد په نامه یوه کس د کورنیو تاوتریخوالیو له کبله خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي وه چې دې سړي تېره شپه(د وري۱۹مه) د جلال آباد ښار پنځمې ناحیې په عبدالحق سیمه کې د خپلې کورنۍ پر دې درېیو غړو ډزې کړې دي.
تورن د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د خپلې کورنۍ غړي یې پر تومانچه وژلي دي.