Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د طالبانو د برید په پایله کې ۱۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د شینډنډ ولسوال شکرالله شاکر په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د پنجشنبې پر شپه د شینډنډ ولسوالۍ په لرزانک سیمه کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ.

د هغه په وینا په دغې پېښه کې ۱۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې د دغې ولسوالۍ په لرزانک سیمه کې د نظم عامه ځواکونو پر موټر د واټ ته‎څېرمه ځای پرځای شوی ماین وچاودېد او وروسته طالبانو هغه ځواکونه چې د پېښې د قربانیانو د مرستۍ لپاره تلل په توغندي سره په نښه کړل.

خو یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغې پېښه کې ۱۵ دولتي ځواکونه مړه او ټپيان شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ۶ تنه د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

د ځايي چارواکو په وینا، ټول قربانیان ولسي وګړي وو.

شریک یي کړئ