Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند؛ د لاسي صنایعو کارخونه کې د سلګونو مېرمنو کار او تولیدات

په هلمند ولایت کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې کې کابو ۳۰۰ هغه مېرمنې په کار بوختې دي، دوی خپله د کورنۍ سرپرستي کوي او په خپل زیار یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

دغه مېرمنې کارخونه کې کالي او هلمندي ځانګړې څپلۍ جوړوي، خو ورته د بازار غوښتونکې دي.

د کارخونې مسووله، نسیمه اسحاقزی وایي:«‎یو کال وړاندې مو دغه کار ځای د پنځه تنه ښځینه کار کونکو په درلودلو پیل ک ، خو اوس ورځ تربلي دلته د کار کوونکو شمېر مخ پر ډیریدو دی او لدغه ځای څخه د هېواد ټولو ولایتونو ته صادرات لري.»

آغلې اسحاقزۍ همداراز زیاتوي:«دلته کابو ۳۱ استازانې لرو چې څلورو برخو کې روزنه ورکوي. او نورې زده کوونکې دي.»

د څپلیو او لاسي صنایعو دغه کارځای کي یو کال وړاندې پنځه تنه ښځو کار پیل کړ او د یو کال په تېریدو سره اوس په دریو جلا جلا برخو کابو ۳۰۰ ښځې کار کوي. ددغه کار ځای ټول کار کوونکې بې سرپرسته ښځې دي.

women

د کارخونې کارکوونکې، لیمه وايي:«‎غواړو چې په خپل لاس یو ځه برابر کړو او د بل لاس نه خلاص وو.»

د کارخونې کارکوونکې، احمدیه زیاتوي:«کابو یو کال کیږي چې دلته کار کوو، او ښه ده نفقه راته برابریږي او خپلې ستونزې هواروو.»

پدغه کار ځای کي جوړیدونکي توکي د هېواد په داخلي بازارونو کي پلورل کیږي.

women

د کارخونې بله کارکوونکې، فیروزه څرګندوي:«موږ له حکومت نه هیله لرو چې سوله راشي او نورو غریبو او کونډو ته د کار زمینه برابره کړي چې خپلې ستونزې هوارې کړي.»

همداراز کافیه هم نورو ښځو ته د کار زمینې مساعدولو غوښتنه کوي:«دلته ډېرې ښځې بې سرپرسته دي، او ستونزې لري، خو بیا هم ډېرې ښځې نشي کولی چې کار ته راشي او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.»

که څه هم هلمند کي کلتوري محدودیتونه شتون لري، خو د دغه کارځای د کارکوونکو بئ سرپرسته ښځو ارادې قوي دي او پر ټولو کلتوري ستونزو سربېره دلته د کار کلو لپاره راځي.

شریک یي کړئ