Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وهل شوي پولیس د حیثیت اعاده او عدالت غواړي

هغه دوه پولیسان چې تېره ماښام د ولسي جرګې د غړي زکریا زکریا د ساتونکو له خوا وهل ټکول شوي دي، د حیثیت د اعادې غوښتونکي دي.

دغه دوه تنه وايي چې د پنجشنبې پر ماښام د ګزمې ټولي ورته خبر ورکړ، د کابل په درېیمه ناحیه کې د هغه ودانۍ چارې چې وړاندې بندې شوې وې بیا پیل شوې دي.

دی له یوه سرتېري سره د پېښې ځای ته ځي د دې لپاره چې د ودانۍ د جوړونې د کار مخنیوی وکړی. چې ناڅاپه د زکریا ساتونکو پرې برید وکړ.

دی وایي، د پېښې ټوله کیسه یې ټېلفون کې ثبت کړې، خو د ښاغلي زکریا ساتونکو ترې ټلېفون اخیستی.

سراج الحق چې د درېیمې حوزې د لومړي ټولې د بلوک قومندان دی، وايي:«پولیس هېڅ کاره دي هره ډول چې وي د وکیل صاحب لارښونه ده، دا که په زور وي یا رضا موږ یې جوړ وو. د دې لپاره چې وکیل صاحب خلکو ته کم راځي.»

د کابل ښاروالۍ د درېیمې ناحیې مشر اسدالله زمری وایي، د هغه ودانۍ د کار پر سرې چې دا لانجه جوړه شوې، د عبدالحمید په نوم د یوه کس ده او ښاغلی زکریا ترې ملاتړ کوي.

 خو ودانۍ د لایحې خلاف جوړېږي.دی وایي، تر دې وړاندې یې څو ځل له ښاغلي ذکریا نه غوښتنه کړې وه، چې د دې ودانۍ جوړول دې بند کړي.

ښاغلي زمري زیاته کړه:«د لایحې په سمون کې، خپله ۶۰ سلنه برخه باید شنه پرېږدي او ۴۰ سلنه دې اباده کړي.»

د داشان ودانیو د جوړولو مخنیوی د ولسمشر د سترو پروګرامونو برخو ده.

 د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې، یوازې په درېیمه ناحیه کې څه باندې ۵۰ ناقانونه ودانۍ جوړې شوې دي او له دې شمېرې د زیاتو ودانیو کار بند شوی دی، خو لږ تر لږه د څلورو ودانیو مخنیوي په برخه کې له زورواکو سره مخامخ شوي دي.

د پولیسو درېیمې حوزې د دغې پېښې په تړاو د ښاغلي زکریا دوه ستانونکي نیولي دي. خو ښاغلی زکریا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ