د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې تر نامه لاندې یو مدني بنسټ چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ کانونه څېړلي دي او له دغو کانونو څخهیې مستند جوړونه هم کړې ده، موندنې ښيي چې ناڅیز معاش، د ساتندویه جامو نهشتون، د خطر پر مهال د ګواښونکو توکو نهشتون، د ژغورنې ډلې نهشتون، د سمو خوړو نهشتون، د منظم ټرانسپورټ نهشتون، په کانونو کې د ډېرو دوړو او لوګیو شتون، د زهري ګازونو شتون، د آکسیجن کموالي او د کار د خاوندانو زور ویلو او دغو ټولو په کانونو کې د کارکوونکو وضعیت له ناورین سره مخ کړی دی.
په ډېریو کانونو کې د ټولو نړیوالو ژمنو سره پر خلاف له ماشومانو څخه کار اخیستل کېږي.
د بشري حقونو د څېړنې او دفاع ډلې رییس عطاالله خان عطا وايي: " په کانونو کې د کارکوونکو وضعیت ډېر خطرناک دی د کانونو په تړونونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی ترڅو له کارکوونکو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي او هر کار چې د کار خاوندان وغواړي ورباندې ترسره کوي. که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونهکړي هره ورځ به موږ په دغو کانونو کې د کارکوونکو د لاسه تلو شاهد اووسو".
په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د امنیتي ځواکونو له نههمکارۍ څخه نیوکه کوي او وايي چې ډېری دغه ستونزې په هغو کانونو کې شتون لري چې په ناقانونه توګه کېندل کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ رییس نجیبالله احمدزی وايي: " امنیتي ځواکونه له موږ سره همکاري نهکوي. مثلا ښکاره په سمنګان کې د څو ورځو وړاندې قضیې چې موږ د کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی وو هلته کانونه په ناقانونه توګه کېندل کېږي خو هېڅ اقدام یې ونهکړ او موږ د خپلو څو تنو کارکوونکو د مړینې شاهد وو".
له طبیعي سرچینو څخه د څار شبکې غړی احمد جاوید نورانی وايي: " چې ټول وزارتونه له کانونو او پټرولیم وزارت سره د کانونو د ناقانونه کېندنې څخه د مخنیوي په موخه مرسته وکړي او دا د ټولو امنیتي بنسټونو دنده ده".
بلخوا د بشري حقونو د څېړنې او دفاع بنسټ چارواکي هم وايي چې د کانونو په تړونونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی دی چې کارکوونکو ته د ساتندویه قوانینو د نهپه پام کې نیولو تر څنګ، هر کال د دولت د عایداتو یوه برخه د زورواکو جېب ته ولاړه شي.
په دې اړه مو اندونه