Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ۶۰۰ زره کونډو ستونزمن ژوند

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې له ۵۰۰ زرو تر ۶۰۰ زرو پورې مېرمنې کونډې دي.

دغه وزارت وايي چې ډېری دغه کونډې په جګړو او ترهګریزو پېښو کې یې خپل خاوندان له لاسه ورکړي.

له دې ډلې، یوازې په هلمند ولایت کې، ۵ زره او ۷۰۰ ښځې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې ثبت شوې دي.

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو رییس صدیق الله خالقي:«۲ زره او ۲۰۰ تنه یې پوځي وژل شوي کسان دي او پاتې یې ملکي وژل شوي کسان دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا، څه باندې ۷۰ زره دغه کونډې د خپلو کورنو ډوډۍ راوړونکې دي.

رحیمه یوه له دغو کونډو څخه ده. هغه وايي چې مېړه یې کارګر وه او څلور کاله وړاندې په بغلان کې د دولتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ووژل شو.

هغه مجبوره شوه چې له دې پېښې وروسته له خپلو شپږو بچیانو سره کابل ته پناه راوړي، کار وکړي او ډوډۍ پیدا کړي.

رحیمه وايي:«ژوند او د کور ټول لګښت په ما دی. د دویم زوی مې اعصاب هم خراب دي.»

رحیمه وايي، مشر زوی یې جان علي هم درې میاشتې وړاندې له کاره کور ته راروان وه چې ټرافیکي پېښه کې ټپي شو او دوه ورځې وروسته یې ساه ورکړه.

هغه وايي، دې پېښې یې د دوه نورو اولادونو ذهني وضعیت باندې هم سخته بده اغېزه کړې ده.

رحیمه زیاتوي:«پیسې مې نه‎لرلې چې خپل زوی مې یو سم روغتون ته بیولی وه چې له خون ریزۍ څخه یې مخنیوی شوی وای ترڅو چې له لاسه مې ورکړ.»

د ارواپوهنې ډاکټران هم وايي، هغه کورنۍ چې خپل خپلوان یې په جګړو کې بایلي، له سختو رواني ستونزو کړېږي.

د اروا پوهنې ډاکټر روح الله رضواني په دې اړه څرګنده کړه:«هغه کار چې حکومت او نور سازمانونه یې کولای شي دا دی هغه د بې انصافۍ او ظلم احساس چې د داراز مرګونو له امله په کورنیو کې رامنځته کېږي، کموالی ومومي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا هم وايي چې اوس مهال اویا زره کونډې مېرمنې د خپلو کورنیو یوازنۍ ګټیالۍ دي.

د جون درویشتمه د ملګرو ملتونو لخوا د کونډو نړیواله ورځ نومول شوې ترڅو د ټولنې دغې طبقې ته هم پاملرنه وشي.

شریک یي کړئ