Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غزني کې ۱۶ طالبانو او پروان کې یې د یوه قومندان وژل کېدل

د غزني امنیه قومندان وايي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په یوې نښته کې ۱۶ طالب وسله‎وال ووژل شول او پنځه تنه نور یې ټپيان شول.د طالبانو دوه سیمه‎ييز قومندانان هم د وژل شویو په ډله کې دي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل څرګنده کړه چې دغه نښته هغه مهال د آب بند او مقر ولسوالۍ په پولو رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

په همدې حال کې ملي امینت په پروان ولایت کې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له نیولو خبر ورکوي.

د نظم عامه پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برکت الله د طالبانو ډلې لوړپوړی غړی او د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال قاري ذبیح الله د نظم عامه د ځانګړو ځواکونو او د هېواد د ملي امنیت له خوا په دغې ولسوالۍ نیول شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې نیول شوي کس د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو د پلان مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

په همدې حال کې د پروان د ملي امینت ریاست تپه په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له نیولو څخه خبر ورکوي.

Thumbnail

د غزني امنیه قومندان وايي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په یوې نښته کې ۱۶ طالب وسله‎وال ووژل شول او پنځه تنه نور یې ټپيان شول.د طالبانو دوه سیمه‎ييز قومندانان هم د وژل شویو په ډله کې دي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل څرګنده کړه چې دغه نښته هغه مهال د آب بند او مقر ولسوالۍ په پولو رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

په همدې حال کې ملي امینت په پروان ولایت کې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له نیولو خبر ورکوي.

د نظم عامه پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برکت الله د طالبانو ډلې لوړپوړی غړی او د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال قاري ذبیح الله د نظم عامه د ځانګړو ځواکونو او د هېواد د ملي امنیت له خوا په دغې ولسوالۍ نیول شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې نیول شوي کس د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو د پلان مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه