د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې ۱۸ داعش وسلهوال او درې ملکي وګړي د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امريکايي ځواکونو بېپیلوټه الوتکې د برید په پایله کې چې د چهار شنبې پر سهار په اچین ولسوالۍ کې ترسره شو، د داعش ډلېد یوه قومندان حمزه، او د دغې ډلې د یوه قاضي د حاجي محمد په ګډون ۱۸ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا برید پر یوه کور ترسره شوی، چې له امله یې درې ملکې وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ویاند، محمد آصف شینواري وویل چې په وژل شویو ملکي کسانو کې په روداتو کې د یوه ښوونځي مدیر او یو ښوونکی وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه