په کابل کې د عراق سفارت سرپرست فرزدق زهیر الغلای وايي چې داعش ډله یوه ویجاړونکې ډله ده او هېڅ پوله نه پېژني، دغه ډله چې په هر هېواد کې وي د خپلو ویجاړونکو او پلیتو موخو په لټه کې وي.
ښاغلی فرزدق زهیر الغلاي په عراق کې د داعش ډلې د سترې اډې موصل ښار د ازادۍ په جشن په اړه په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې وینا کوله څرګنده کړه چې داعش د نړیوالو ګډ دښمن دی او دغه ډله کهچېرې په افغانستان، عراق، سوریې او یا هم په هر بل هېواد کې وي باید له منځه یوړلی شي.
هغه زیاته کړه:« داعش ډله که په افغانستان، عراق، سوریه او یا د نړۍ بل هر هېواد کې وي، زموږ د ټولو ګډ دښمن دی. ښایي دا ډله په ځنیو هېوادونو کې په نورو نومونو وي. خو په ټول کې د انسان ضد ډله ده. داعش، له یوې ډلې، دین او یا یوه مذهب سره جګړه نه کوي. بلکې دا ډله د انسانانو ضد ده. نو د افغانستان او عراق داعش هېڅ توپیر نه لري.»
افغانستان کې د عراق د سفارت سرپرست فرزدق زهیر الغلاي وایي، عراقي ځوانانو د خپلو وینو په تویولو سره وښووله، چې د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړه کوي.
ښاغلي الغلاي څرګنده کړه:« موږ ترهګره ډله د تل لپاره له له منځه یووړه. هغه ډله چې د ټولو ملتونو لپاره ګواښ ګڼله کېده. موږ وکړای شول، چې د اسلامي دولت نومې ډله یعنې داعش، د تل لپاره له منځه یوسوو. د دې ډلې هغه کسان چې په عراف کې جنګېدل، د هغو موندنو له مخې چې موږ لاسته راوړي، ښيي، دا ډله د بېلابېلو ملتونو او د نړۍ د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو وګړو څخه جوړه وه.»
داعش ډلې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې، د عراق موصل ښار خپله ولکه کې کړی وه. د عراقي ځواکونو او د دې ډلې ترمنځ نښته کې د دې ښار زیاتې برخې ویجاړې شوي دي.
شاوخوا نهه میاشتې وړاندې، عراقي ځواکونو، خلکو بهرنیو ځواکونو، په موصل کې د داعش د له منځه وړو عملیات پيل کړي وو او په پایله کې یې دا ښار، تېره اوونۍ د داعش له منګلو وژغوره.
په موصل کې د جګړې له کبله، کابو یو مېلیون ولسي وګړي له مېنو یې بې ځایه شوي او دغه راز ښار کې د ویجاړیو له لامله شاوخوا ۵۰ مېلیارد ډالره تاوان اوښتي.