د کاپیسا امنیه قومندان عبدالرازق یعقوبي نن چهار شنبې (د کب په ۲ مه) وايي چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د مرکز په اړوند نواباد کلي کې له چاودېدونکو توکو څخه یو ډک موټر کشف شو.
ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې دغه موټر، د طالبانو له خوا د دغه ولایت پر مرکز د ځانمرګي برید په موخه پلان شوی وه چې د دغې پېښې په تړاو، ۶ تنه نیول شوي دي.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه