نن له غرمې وروسته (یکشنبې د زمري ۶مه) د څلور نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.
هغه انځورونه چې طلوع نیوز ته رارسېدلي د دې ښودنه کوي چې دا چاودنه د شهید څلور لارې کې شوې ده.
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت وايي چې یوه ځانمرګي موټربم برید، د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیزې ډلې مرستیال امرالله صالح پورې اړوند سیاسیي بهیر «زرغون بهیر» دفتر په نښه کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویاند وايي چې په دغه برید کې څلور تنه بریدګر د زرغون بهیر دفتر ته ننوتلي چې یو یې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
بلخوا د امرالله صالح د کورنۍ غړي وايي چې د برید پر مهال امرالله صالح دننه په دفتر کې و، هغه سطحي ټپي شوی او د پېښې له ځایه ایستل شوی دی.
اخوا د پېښې شاهدان وايي چې په سیمه کې د ډزو غږ اورېدل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې ۱۳ تنه ټپيان شوي او ټول ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شپې پر اتو بجو په یوې ټوېټري پیغام کې ویلي چې د کابل د نننۍ پېښې مرګ ژوبله ۲۷ تنو ته رسېدلې چې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
بلخوا تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.