ناپېژانده وسلهوالو نن سهار (یکنشبې د غبرګولي په ۵ مه) د یوه نادولتي بنسټ سلاکار شبیر احمد هاشم کامهوال د کابل ښار په کارته نو سیمه کې په ډزو سره وواژه.
د دغه کس خپلوان وايي چې هغه له لسو کال راهیسې په یوه حقوقي بنسټ کې چې هېوادوالو ته په وړیا توګه په عدلي او قضايي برخو کې د خدمت زمینه برابروي کار کاوه.
د کامهوال د خپلوانو په وینا کله چې هغه سهار د دفتر په لور روان و، پر موټر سایکل سپرو څلورو تنو پر هغه ډزې وکړې.
دا پېښه د پولیسو یوې حوزې په دوه کیلو مټرۍ کې رامنځته کېږي.
اوس یې مړی د هغه کور ته وروړی، د ښاغلي کامه وال بچیان او خپلوان د امنیت د نشتوالي په اړه نهیلي شوي دي.
د کارته نو سیمې اوسېدونکي په دغه سیمه کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه انديښمن دي او پولیس د امنیت په ساتلو کې په بې پامۍ تورنوي.
په تېرو دوو اوونیو کې دا په پلازمېنه کې دویمه جنايي پېښه ده چې رامنځته کېږي. دوې اوونۍ مخکې هم وسلهوالو کسانو د ولسي جرګې کلتوري سلاکاره او تلویزیون ویانده مینه منګل په همدې سیمه کې ووژله.