Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کټوازی: طالبانو پکتیا کې نښه ویشتونکي ټوپک(سنایپر) ترلاسه کړي

د پکتیا والي د پولیسو پر امنیتي پوستو د وروستیو بریدونه په تړاو وايي وسله‎والو طالبانو په دغه ولایت کې د نښه ویشتونکو (سنایپر) په نوم درنې وسلې ترلاسه کړي دي.

د شمیم خان کټوازی د دې په اړه چې طالبان دغه وسلې چا ورکړي څه نه وايي خو له دې وړاندې، په فراه او بغلان کې ځينو ځايي چارواکو ادعا کړې وه چې روسیه او ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي.

ښاغلی ګټوازی وايي د امنیتي ګواښونو د له‎منځه وړلو په موخه د ګردیز مرکزي سیمو کې اضافي سرتېري ځای پر ځای کېږي.

د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی زیاتوي:«زه د دې پخلی کوم چې په دې وروستیو کې دښمن سناپیر وسلې ترلاسه کړي چې له هغه سره ځينې امنیتي ځواکونه په نښه کوي.»

د پکتیا مرکز ګردیز اړوند سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو وروستیو بریدونو د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولینو اندېښنې راپور ته کړي، د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي که‎چېرې د مرکز ګردیز ښار امنیتي وضعیت خوندي نه‎شي نو وېره شته چې سوداګر خپلې پانګې له دغه ولایت څخه وباسي.

اخوا ۴۸ کلن جنت خان د ۲۵ کالو راهسې د پکتیا ولایت په مرکز کردیز کې د خوراکي توکو کاروبار پرمخ وړي دا مني چې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو سره د دې ولایت سوداګرو اندېښنې زیاتې شوې دي دوی د پکتیا له امنیتي اورګاونو څخه غواړي ترڅو د سوداګرو سر او مال خوندي کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه راپور په تړاو مو هڅه وکړه ترڅو د پکتیا د امنیه قومندان نظر ترلاسه کړو، خو بریالي نشوو یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو ډډه کوي وايي د یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت امنیه قومندان په ولایت کې حضور نه لري.

که څه هم د پکتیا امنیه قومندان په دې اړه ځه نه دي ویلي، خو یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو ډډه کوي وايي د یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت امنیه قومندان په ولایت کې حضور نه لري.

شریک یي کړئ