Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما کندز هوايي برید کې د ملکي کسانو وژنه تایید کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) په کندز کې د هوايي برید په پایله کې د ۱۳ ملکي کسانو مرګ ژوبله تاییدوي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د وري په ۵مه نېټه) راغلي دي چې کندز کې هوايي برید د نړیوالو ځوکونو لخوا ترسره شوی دی.

یوناما وايي په وژل شویو کې لس د یوې کورنۍ ماشومان شامل دي چې د نا امنیو له کبله له خپلو کورنو بې ځایه شوي وو.

په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي وايي د جمعې په شپه دیاد ولایت په تلوکې سیمه کې هوايي برید ترسره او په کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول.

یوناما په هېواد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي.

یوناما په هېواد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي

شریک یي کړئ