په جوزجان ولایت کې شاوخوا درې سوه مېرمنې او نجونې په پنځلسو ګلخونو کې په کار بوختې دي. د جوزجان سیمهییز مسوولان وایي، دا ګلخونې یې په تازه توګه د یوه مرستندویه بنسټ په مرسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې جوړې کړي.
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبادالله انصار وايي: «په مرکز او ولسوالیو خان اقا او فیض اباد کې مو پنځلس ګلخونې جوړې کړي چې په هره ګلخونه کې پنځلس مېرمنې په کار بوختې دي او په درې سوو مېرمنو ته په ګلخونو کې کاري زمینه برابره شوې ده.»
د یوې ګلخونې مسوول امیل عطایي وايي: «له دې ګلخونې موخه په کورنیو کې د خوړو ناامني کمول او د خوړو امنیت لوړول دی.»
پهدې ګلخونو کې لسګونه نورې مېرمنې او نجونې هم چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري؛ کار کوي او وایي، اوس کولی شي د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کړي.
فرزانه چې د یوې پنځلس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، پهدې ګلخونو کې کار کوي. نوموړی د دولسم ټولګي شهادتنامه هم لري او زیاتوي، د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په پار دلته کار کوي.
فرزانه طلوعنیوز ته وايي: «هم دلته کار کوم او هم مدرسې ته ځم او هیله لرم چې زموږ په کلي کې هم دغه ډول ګلخونه جوړه شي.»
یوه کارګره صفیه مرادي وايي: «شپږ بجې راځم تر یوولسو پورې یم، له هغه وروسته ځم، بیا راځم له دولسو نه تر څلورو بجو کار کوم.»
ورته مهال د جوزجان سیمهییز چارواکي ډاډ ورکوي چې په دې ولایت کې به د ښځو لپاره لا ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.
په دې اړه مو اندونه