د کندز امنیتي مسوولان د دې ولایت په ښار او ولسوالیو کې د ۱۸۰ تنو د نیولو خبر ورکوي. د کندز امنیې قومانداني وایي، دا کسان په تېرو دریو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کندز امنیې قوماندان دا کسان د وسلهوالو غلاوو، قاچاق او د نشهیي توکو د قاچاق او پلور د جرمونو په تور نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، له دغو کسانو یوه اندازه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د کندز امنیې قوماندان قاري بختيار معاذ وايي: «په تېرو دريو مياشتو کې مو ١٨٠ تنه د بېلابېلو جرمونو لکه اخلاقي فساد، سړي تښتونې او نشهيي توکو په تور نيولي دي.»
له بلې خوا، له نشهيي توکو سره مبارزې مدیریت وایي، له دغو کسانو کابو دوه ټنه نشهيي توکي تر لاسه شوي دي.
د کندز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر سمیع الحق نافذ وايي: «موږ يو نيم او دوه ټنه بېلابېل ډول نشهيي توکي تر لاسه کړي دي، موږ به دغو ذلیلو قاچاق وړونکو او د نشهيي توکو سوداګرو وخت ور نهکړو چې ارامه ساه واخلي.»
اخوا، د کندز اوسېدونکي له مسوولو بنسټونو غواړي چې نیول شوي کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د کندز اوسېدونکی خیرمحمد حکیمي وايي: «موږ د دغو مجرمينو په نيولو خوښ يوو او حکومت بايد هڅه وکړي هغه کسان ونيسي چې ګډوډي رامنځته کوي او جنايتکاران دي، څو خلک په اسانۍ سره کاروبار وکړي.»
د کندز اوسېدونکی اسلمیار وايي: «هغه مجرمین چې نیول شوي دي باید د خپلو اعمالو سزا ورکړل شي، څو نور مجرمین هم له دې سزا څخه عبرت واخلي او د دې سزا په برکت توبه وباسي او بیا دغه ډول جنایتونه ترسره نهکړي.»
د کندز امنیتي مسوولان د دې ولایت له اوسېدنکو غواړي چې د خپلو سیمو د امنیت د ساتلو په موخه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه