Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندوز ابدان دښته؛ د نوي کال په درشل کې د کورنیو سېلانیانو د پام وړ ځای

د پسرلي موسم په درشل کې د کندوز د ابدان دښتې سمسور طبیعت، د زیات شمېر هېوادوالو پام ځان ته اړولی دی.

یو شمېر هیوادوال چې له بېلابېلو ولایتونو دې سیمې ته د تفریح په موخه راغلي، له حکومت او سوداګرو غواړي چې په ابدان دښته کې د سیلانیانو لپاره پارک جوړ او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

سیلانی محمدالله وايي: «د ابدان دښتې ته خصوصاً په دې موسم کې له کابل نه رادېخوا د شمال څومره ولایتونه چې دي، خلک یې دلته راځي.»

یو بل سیلانی عید محمد زیاتوي: «خلک دلته راځي مېله کوي، په حوت او حمل میاشت کې دلته خلک ډېر زیات راځي.»

په‌دې دښته کې د میلو او ساعتېریو تر څنګ، د هېواد د لرغونې او دودېزې پهلوانۍ لوبو هم د سلګونو خلکو پام دې دښتې ته اړولی دی.

د کندوز د کورش فدراسیون مسوول محمد انور زیاتوي: «دلته له هر ځای نه خلک سیل ته راځي او پهلواني هم پیل شوې ده، امنیت او ارمي ده، څو خلک له ښې فضاء نه برخمن شي.»

سیلانی مصطفی وايي: «په پسرلي کې دلته خلک راشي منظرې کوي، ازاد ژوند کولی شي، په اوس وخت کې خو بېخي هېڅوک هېچا لپاره نه مشکل شته او نه خطر شته، هېڅ شی نه‌شته.»

په همدې حال کې د کندوز سیمه‌ییز مسوولان په‌دې دښته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او له هېوادوالو غواړي چې له دې زرغونې سیمې لېدنه وکړي.

د کندز امنیه قومندان بختیار معاذ زیاتوي: «موږ پوره امنیت نیولی، تر څو زموږ دغه وطنوال چې په ډېر شوق باندې مېلو او تفریح ته راځي په ښه ډاډمنه او امنیت فضاء کې سیاحت او ژوند تر سره کړي.»

د ابدان دښته چې د کندز ښار شمال ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده، په‌دې ولایت کې له مشهورو تفریحي ځایونو شمېرل کېږي او په دې ورځو کې زیات شمېر کسان له خپلو کورنیو سره د تفریح په پار دې سیمې ته سفر کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه