Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زعفران کارانو ملي ټولنه: د زعفرانو صادرات کم شوي

د هېواد د زعفران کارانو ټولنه د زعفرانو د صادراتو له کموالي خبر ورکوي.

د هېواد د زعفرانو ټولنه وایي، چې د افغانستان او بهرنیو هېوادونو تر منځ د مستقیمو الوتنو د درېدو له امله، دا مهال د هېواد زعفران په مستقیم ډول د اروپا او امریکا بازارونو ته نه رسېږي.

د یادې ټولنې د مسوولینو په خبره، دې چارې د زعفرانو کاروباریانو ته زیان رسولی دی.

د زعفران کارانو ملي ټولنې رییس بشیر احمد بشیري وویل:«د صادرکوونکو په وړاندې ډېرې ستونزې لرو چې د هغوی یوه په الوتنو کې محدودیت دی چې نه شي کولای ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپا، امریکا او نورو هېوادونو ته صادرات ولري په تېر کې موږ په نورمال ډول صادرات لرل.»

ورته مهال ډنمارک د څه باندې یو مېلیون ډالري پروژې په پېل سره، هڅه کوي چې د افغانستان زعفرانو ته د اروپا او امریکا په بازارونو کې د پلور زمینه برابره کړي.

د ملاتړ کوونکي بنسټ مسوول خالد ودان په دې هکله وايي:«د هېواد زعفران اوس بازار نه‌لري او ګاونډیو هېوادونو ته هم نه صادرېږي، فعلاً زموږ تمرکز په دې دی چې د اروپا په بازارونو کې خپلو زعفرانو ته څه ډول بازار پيدا کړو.»

هرات کې د زعفرانو ځينې کاروباریان وایي، د هېواد په بانکي سیستم کې د ستونزو له امله، د صادراتي توکو د پیسو ترلاسه کولو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

 هرات کې د زعفرانو تولیدي شرکت مسوول جلیل احمد کریمي څرګندوي:«افغانستان کې د پیسو ستونزه ده موږ له تحولاتو مخکې صادر کړي خو تراوسه زموږ پیسې ټي ټي شوي نه دي(بانکي حساب ته نه‌دي راغلي) او ټول شرکتونه همدغه ستونزې لري.»

هرات کې د زعفرانو تولیدي شرکت مسوول کمال الدین علیزی وايي:«د بازار موندنې په برخه کې زموږ ستونزې زیاتې دي او دغو بازارونو ته زموږ لاسرسی ډېر کم دی؛ ځکه همدا اوس هوايي او ځمکنۍ اړیکې بندې دي.»

د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت سرپرست بصیر احمد طبیب څرګندوي:«که‌چېرې له هېواده بهر بازارموندنه وشي صادرات زیاتېږي.»

د زعفرانو ملي ټولنې د شمېرو له مخې، له ۹۰ سلنې زیات زعفران په هرات ولایت کې تولیدېږي. سږ کال له نږدې ۸ زره هکټاره ځمکې څه باندې ۱۹ زره ټنه زعفران ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه