Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د زعفرانو صادراتو د تېرو کلونو پرتله کموالی موندلی

د هېواد ځينې سوداګر وايي چې د تېرو کلونو پرتله سږکال د زعفرانو صادراتو کموالی موندلی دی.
 
د هغوی په وینا، د ویزې د صادراتو ننګونې او بانکي محدودیتونه هغه لاملونه دي چې د هېواد د زعفرانو پر صادراتو یې منفي اغېزه کړې ده.

سوداګر محمد نذیر طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان د هرات زعفران په ټوله نړۍ کې له ښه کیفیته برخمن دي. دغه بوټی ټولې نړۍ ته په ځانګړې توګه اسیاسي او ارپايي هېوادونو ته صادرېږي؛ خو د تېرو کلونو پرتله د زعفرانو د صادراتو د کموالي لامل د ویزو پر صادرولو او پر بانکونو محدودیتونه دي؛ خو بیا هم صادرات شته.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی هم څرګندوي:«زعفران زموږ یوه ډېره ښه عایداتي سرچینه ده. په ځانګړې توګه د لوېدیځې حوزې بزګرو ته، که څه هم اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې زعفران کرل کېږي.» 

په دې منځ کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اټکل کوي چې په روان لمریز کال کې د بېلابېلو ولایتونو له کروندو څخه به څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران ترلاسه شي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:«تېر کال موږ د زعفرانو ۲۳ ټنه حاصلات لرل او په روان کال کې هیله من یوو چې دغه کچه زیاته شي.»

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې، څه باندې اوه مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلو هېوادونو ته د زعفرانو صادرات لرلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«د روان کال په لومړۍ ربع کې ۹ زره او ۱۲۲ کیلو زعفران صادر شوي چې ارزښت یې اوه اعشاریه یو مېلیون ډالر کېږي او د تېر کال د لومړۍ ربعې پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی یې لرلی دی.»

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د زعفرانو د کرکېلې د دودولو او پراختیا په موخه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰۰ کروندګرو ته د کرنیزو ښوونیزو پروګرامونو بهیر پېل کړی دی.

د زعفرانو د صادرونکو د معلوماتو پر بنسټ بیا، اوس مهال په نړۍوالو بازارونو کې یوه کیلو زعفرانو په زر امریکايي ډالرو پېرل او پلورل کېږي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اټکل کوي چې په روان لمریز کال کې د بېلابېلو ولایتونو له کروندو څخه به څه باندې ۲۳ زره ټنه زعفران ترلاسه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه