د حکومت اجرايیه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د طالبانو، داعش، القاعدې ترمنځ هېڅ توپیر نشته او هغه ټول ترهګر دي.
اجرائیه رییس چې نن جمعه (د چنګاښ په ۲۳ مه) په بامیانو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو په څلورمه غونډه کې وینا کوله، ټينګار وکړ چې طالبان د یوه بل هېواد د ګټو لپاره، افغانستان ناامنه کړی او له طالبانو څخه د دغه هېواد ملاتړ ته نه پاملرنه د پوښتنې وړ ده.
هغه زیاته کړه:«د القاعدې، داعش یا د طالب ډلې او یا هم هغه ډلې چې له ترهګریزو بریدونو څخه کار اخلي او یا ښه او بد ترهګر په پام کې نیسي سم نه دي؛ زموږ له لید لوري د ترهګر ترمنځ فرق نشته.»
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، له ترهګرو او په تېره بیا طالبانو نه د ځینو هېوادونو ملاتړ باندې نیوکه کوي.
هغه زیاتوي:«په اقتصادي کچه زموږ همکارۍ ښې دي، په فرهنګي کچه غوره دي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې فکرکوم چې ډېر بار د افغانستان د خلکو پر اوږو اېښودل شوی دی.»
دی وایي، افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني هېواد دی او ځینې هېوادونه لږه همکاري کوي او ان ځینو حالاتو کې هېڅ همکاري نه کوي.
په همدې حال کې د بامیانو والي وايي، د سیمې اوسنی وضعیت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ټولو بڼو بدلولو ته اړتیا لري او دغه راز په سیمه کې امنیتي پروګرامونه هم.
د بامیانو والي محمد طاهر زهیر وویل:« نه شو کولای امنیت یو متاع یا توکی حساب کړو چې وکړای شو په انحصاري توکه یې ولټو، بلکې کولای شو هغه داسې توکی حساب کړو چې هم له هغه څخه برخمنوالی او بې برخې والی،سیمهییز او نړیوال وي.»
اجراییه رییس په داسې حال کې د ترهګرۍ پر ضد سیمهییرې همپالنې باندې ټینګار کوي، چې ولسمشر غني له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراخولی ، د هېواد د بهرني سیاست لومړنۍ برخه بولي.