Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آریانا سعید د اتلانتیک شورا د آزادۍ نړیوال جایزه ترلاسه کړه

افغانې سندرغاړې او د ښځو د حقونو مدافع، آریانا سعید تېره شپه(د چنګاښ۲مه) د اتلانتیک آزادۍ شورا نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

نوموړې د جایزې ترلاسه کولو پرمهال وویل چې تل به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او دا جایزه یې افغانستان کې د تاوتریخوالیو قرباني مېرمنو فرخندې، رخشانې او دوو نورو ته ډالۍ کړه.

هغې په دې اړه وویل:«دا واقعیت دی چې زه د یوې افغانې ښځینه سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې په تو ګه کولی شم د فوټبال لوبغالي ته لاړه شم او سندره وکړم، په هغه ځای کې چې مخکې ښځې په بې رحمۍ مجازات کېدې، دا یوه روښانه نښه ده چې پرمختګ روان دی.»

د اتلانتیک شورا چې په واشنګټن کې مقر دی هر کال د بنسټونو او کسانو څخه چې د بشري حقونو او آزادۍ په برخه کې کار کړی وي، ستاینه کوي.

دا ځل د دې شورا مراسم د آلمان په برلین ښار کې ترسره شول.

آریانا سعید د جایزې اخیستو پرمهال وویل:«د افغانستان یوې ښځې، په ځانګړې توګه د یوې سندرغاړې په توګه د هغه هېواد څخه چې نه په ليري وخت کې په کې موسیقي بند وه، ویاړم چې دا جایزه ترلاسه کوم.»

مېرمن سعید وویل چې تل ورته د زړه ورې ویل کېږي، خو دې وړاندې زیاته کړه:«دا زړه ور توب چې زه یې ښکاره کوم، د افغانستان د اتلو ښځو د مبارزې له کبله دی.» د هغې په خبره، هغه ښځې چې په ټولنه کې د ستونزو سره سره به بیا هم د خپلو حقونو رسیدو لپاره مبارزه کوي.

سږ کال د اتلانتیک شورا جایزه د آریانا سعید ترڅنګ یوې نهه کلنې سورې جلۍ چې بناالعبد نومیږي او د «ګرانې نړۍ» کتاب لیکواله هم ده ترلاسه کړه، هم همدراز د ښځو رسنیو نړیوال بنسټ هم دا جایزه خپله کړه.

آریانا سعید لومړنۍ افغانه مېرمن ده چې د اتلانتیک شورا د آزادۍ نړیوال جایزه ترلاسه کوي، نوموړې دا جایزه د تاوتریخوالیو قرباني مېرمنو ته ډالۍ کړه

شریک یي کړئ