Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ خونه: له چیني پانګوالو مو وغوښتل چې په افغانستان کې کار وکړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی د سوداګریزو ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال هم له چیني پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان ته د سوداګرو او پانګوالو راتګ او دلته پانګونه کول او همدارنګه باید له چیني پانګوالو سره ملاقات وشي او هغوی ته فرصتونه برابر شي.»

ویل شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د شانګهای د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره د سوداګریزو اسانتیاوو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

ورته مهال په چین کې افغان سوداګر بیا وايي، ستونزو ته یې باید رسېدنه وشي څو د خپلې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

په چین کې افغان سوداګر سلمان رها وویل:«په افغانستان کې د تحولاتو له رامنځته کېدو راهیسې، په چین کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ د وېش بهیر درولی دی چې دا زموږ سوداګرو ته یو ستر سرخوږی دی.»

په چین کې بل افغان سوداګر جمشید اسدي هم څرګنده کړه:«په افغانستان کې ځينې سوداګر دي. درې یا څلور کاله کېږي چې ویزې ته لاسرسی نه لري او د چین ویزه نه‌شي اخیستی.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي که‌چېرې چین او نور هېوادونه، ملي ګټو ته په کتو په افغانستان کې پانګونه وکړي، د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې به اغېزناکه وي.

اقتصاد پوه آذرخش حافظي طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې په متقابل او مسیاویانه ګټې پر بنسټ د هر هېواد له لوري له هغې ډلې د چین خلق جهوریت له لوري، د شانګهای سازمان غړو، ګاونډیو هېوادونو او د نورو نړۍوالو پانګوالو له لوري په افغانستان کې پانګونه وشي، دا د افغانستان په ګټه دی. د کار ځای رامنځته کوي او د اقتصادي غوړېدا لامل کېږي.»

تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چین په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د  دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه