Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورني او نړۍوال نندارتون لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ناسته وشوه

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کابل کې د خدیجه الکبری ملي او نړۍوال نندارتون او له مور او ماشوم د ملاتړ ځانګړې اونۍ په تړاو یوه مشورتي او د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

د دغې خونې رییسه د غونډې موخه د نندارتونونو په اړه عامه پوهاوی او له مور او ماشومه ملاتړ یادوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې، سیما یوسفزۍ و ویل: « موږ غواړو لومړی د مېندو ملاتړ وکړو ترڅو ماشومان هم ترې ګته واخلي او کله چې مېندې وکولای شي په دغه ټولنه کې رزق پیداکړي نو کولای شي چې خپل اولاد هم په ښه توګه ټولنې ته وړاندې کړي.»

ورته مهال، اسو موسسه، چې د ښځو د سوداګرۍ او د دغه ډول نندارتونونو ملاتړې او همغږې کوونکې اداره ده، وایي د دغو دوو بنسټونو د همغږۍ موخه د ټولنې د زیانمن قشر ملاتړ دی او زیاتوي چې په دغه نندارتون کې د ماشومانو لپاره هم ځانګړې غرفې په پام کې نیول شوي دي.

د اسو موسسې رییس، مسعود ایوبي، طلوع نیوز ته و ویل: « په دغه اووه ورځې نندارتون کې به ماشومان چې د ټولنې زیانمنه برخه ده، هم ونډه ولري، د دوی لپاره بېلابېل پلانونه لرو، دوی ته غرفې ځانګړې شوي چې دوی به د ټولنې د یوې زیانمنې برخې په توګه نندارتون کې ګډون وکړي.»

بل‌خوا یو شمېر اقتصادي شنونکي هم د دغه ډول نندارتونونو جوړول او له مور او ماشومه ملاتړ د هېواد په اقتصادي وده او کاري فرصتونو په برابرولو کې اغیزناک بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر، و ویل: « د دغسې نندارتونونو په لاره اچول او د کورنیو ملاتړ کولای شي چې، د افغانستان پر اقتصاد مثبته اغیزه وکړي، ځکه دغه ډول نندارتونونه د بوختیاوو او کاري فرصتونو په برابرولو کې هم مرسته کوي او پایله کې د اقتصاد د ښه والي سبب کیږي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي، په دې تړاو  زیاته کړه: « ډېره مهمه ده چې دغه ډول ننداتون د نورو هېوادونو سره  د نښلولو وسیله و اوسي، تر څو په هېواد کې پانګونه راجذب کړي او د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ تر منځ اړیکې پراخې کړي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، دغه نندارتون به د روانې زیږدیزې میاشتې له څورلسمې پیل او ۷ ورځې به دوام وکړي او د مېندو او ماشومانو د ملاتړ په موخه به پکې ۸۰۰ غرفې کېښودل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه