Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت د ۳۷ مېلیارد افغانیو له راټولولو خبر ورکړ

ولس ته د دولت د حساب ورکړې پروګرام په درېیمه ورځ د برېښنا شرکت وايي چې دغه بنست په تېر یوه کال کې له خپلو پېرودونکو او حکومتي بنسټونو نږدې ۳۷ مېلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمن رحماني وايي:«د برېښنا شرکت له خپلو پېرودونکو ۳۳ مېلیارده او ۱۷۸ مېلیونه افغانۍ راټولې کړې دي. له دولتي ادارو په ټول کې ۳٫۵ مېلیارده افغانۍ راټولې کړل شوي او له هغو پېرودونکو چې په کابل کې یې حضور نه‌درلود، د ریاست الوزرا په همکارۍ ګډ کمېسیون له هغوی ۱۱۷ مطلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.»

بل خوا د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس وایي دغه شرکت هڅه کوي چې د ټاپ او کاسا زر پروژې کار پېل کړي. د برېښنا شرکت دغه چارواکی له ملي پراختیا شرکته هم غواړي چې د ډبرو سکرو د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفي الله احمدزی وايي:«د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټ پروژه ده چې له بده مرغه موږ له ډېرو کلونو راهیسې خبرې پرې کوو؛ خو دغه پروژه نه ده بشپړه شوې.»

بل خوا، د افغانسان بریښنا شرکت وایي، چې د څه باندې ۷۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت ۴۹پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل:«د برېښنا شرکت د خپلو انجنیرانو په مټ ۳٫۵ مېلیونه امریکايي ډالرو په لګولو، د ۱۷۰ کیلو مټره په اوږدوالي د کجکي - کندهار ۱۱۰ کیلو ولټه مزی ورغول چې د نوموړي د مزي د انرژۍ لېږد ظرفیت له ۳ مېګاواټه څخه لوړ نه وو اوس مهال ۸۵ مېګاواټه ته پورته شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د پرچاویو د کمېدو لپاره د تجدید وړ برېښنا د تولید پنځه کلن پلان هم په پام کې لري.

د افغانسان بریښنا شرکت وایي، چې د څه باندې ۷۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت ۴۹پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه