Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرانزیټ پرمخ یوځل بیا د تورخم دروازې تړل کېدل

د تورخم دروازه نن سهار (شنبه، د مرغومې پر ۲۳مه) د پاکستاني حکومت له خوا داسې مهال د ټرانزیټ پرمخ تړل شوې چې له افغان موټر چلوونکو یې د پاسپورت او وېزې غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار ولایتي مسوولان وایي د پاکستاني حکومت د دغه اقدام په غبرګون کې، دوی هم د پاکستاني موټر چلوونکو پر وړاندې ورته پرېکړې کړې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه موټر چلوونکي چې هغه قانوني اسناد، ویزه یا پاسپورټ ونه‌لري هغوی ته په تورخم باندې پاکستان خاورې ته د اوښتو اجازه نشته او دوی دې له سفر او تګ راتګه ډډه وکړي.»

په همدې حال کې ځينې موټر چلوونکي وایي، د پاکستاني لوري په وار وار د تورخم دروازې تړل کېدل، د دواړو لوریو سوداګرو او موټرچلوونکو ته پر لویه کچه مالي زیانونه اړوي او دې چارې ترانزیټ او سوداګري زیانمنه کړې ده. 

موټر چلوونکی محمد انور صوفي څرګندوي:«دا بین‌المللي لاره ده، دوی یې هر ساعت بندوي او خلاصوي، باید چې دغه ستونزه په بشپړه توګه حل شي، دا یې خپله ستونزه ده د پاکستان ستونزه ده، پاکستان په خپله باید دا ستونزه حل کړي.»

بل موټر چلوونکي سورګل هم وویل:«چې خبرېږو دروازه بنده ده، ایا یې سمه خلاصه کړئ او یا یې په بشپړه توګه بنده کړئ، ریشخند ترې مه‌جوړوئ، ګڼه ګوڼه زیاته ده او دې خوا ته موږ په میاشتو میاشتو بند پاتې یو. موږ یې جګر خونه کړي یو چې څه وکړو.» 

موټر چلوونکي له دواړو لوریو غواړي چې دې ستونزې ته دایمي حل لار پیدا او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. 

دا په تېرو څلورو میاشتو کې پنځم ځل دی چې پاکستانی لوری د تورخم دروازه په یوه او بله پلمه د ترانزیټ، ناروغانو او یا هم مسافرو د تګ راتګ پر وړاندې تړي، خو تراوسه ورته دایمي حل نه‌دی موندل شوی.

ځينې موټر چلوونکي وایي، د پاکستاني لوري په وار وار د تورخم دروازې تړل کېدل، د دواړو لوریو سوداګرو او موټرچلوونکو ته پر لویه کچه مالي زیانونه اړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه