Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرانزیټ پر مخ د تورخم دروازې تړلي پاتې کېدل؛ زیانونه زیاتېږي

د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له درېیمې ورځې سره هم‌مهاله، د بار وړونکو موټرونو ځينې چلوونکي د دغه بندر د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.

هغه موټر چلوونکي چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله زیانمن شوي، له اسلامي امارت او د پاکستان له لنډمهالي حکومته غواړي چې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

موټر چلوونکی جمال مومند وايي:«موږ غواړو چې د ویزې په برخه کې موږ ته اسانتیا رامنځته کړي. پاکستان پاسپورټ غواړي او د پاسپورټ ترڅنګ ویزې هم غواړي او د ویزي اخیستل هم ستونزمن دي.»

یو بل موټر چلوونکی هم څرګندوي:«درې ورځې کېږې چې د تورخم دروازه تړلې ده او ټوله تازه مېوه او سبزۍ چې موږ یې پاکستان ته لېږدوو خوسا شوې ده.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، پاکستان د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د پاسپورټونو او ویزو د نشتوالي له امله د تورخم لار تړلې؛ خو ټنیګار کوي چې هغو موټر چلوونکو ته د توکو د لېږد اجازه ورکړي چې پېژندپاڼې لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند وویل:«زه فکر کوم چې د تورخم دروازې تړلي پاتې کېدل هم موږ او هم مقابل لوري ته ډېر زیانونه لري موږ غواړو چې د سیمې او ګاونډیو له هېوادونو سره سوداګري ولرو او دا د حل لار نه‌ده چې لار وتړل شي.»

سوداګر زلمی عظیمي هم څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي څخه غواړو چې پاکستان ته سفر وکړي او د دې په هکله چې تل موږ ته ستونزې رامنځته کوي حل لار پيدا کړي.»

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان دغه پرېکړه یو اړخیزه ده او د ټرانسپورټ میکانیزم باید د کابل او اسلام له لوري په ګډه جوړ شي چې دغه ستونزې حل شي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجراییوي رییس نقیب الله ساپی طلوع‌نیوز ته وايي:«دا یو اړخیزه پرېکړه ده او په دې هکله باید اسلام‌اباد یو میکانیزم جوړ کړي او میکانیزم باید تطبیق شي.»

په پاکستان کې د افغانستان چارسمبالی بیا پر دې باور دی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګر حجم زیات دی او پاکستان باید سیاسي مسایل د دې لامل نه‌کړي چې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي.

په پاکستان کې د افغانستان چارسمبالی سردار احمد شکیب وايي:«په نړۍ کې دا معمول ده، تل هغه مسایل چې په سیاسي او امنیتي برخو کې دي، د حکومت په کچه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او دا باید د خلکو پر نورو برخو لکه سوداګرۍ، ټرانزیټ اغېز ونه‌کړي، که‌چېرې دا اغېز وکړي هېوادونو ته ډېر زیان رسېږي.»

تر دې مخکې هم د پاکستان له لوري نهه ورځې د تورخم بندر تړل شوی و چې د دواړو لورو سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه واړول او د افغان سوداګرو بله ستونزه بیا له څو میاشتو راهیسې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو بند پاتې کېدل هم دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه