د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې له ترکیې سره د سل میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده چې له ډلې یې د ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
ورته مهال، د رییس الوزرا اداري مرستیال له ترکي سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتېدو په موخه ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
ښاغلي حنفي په دغه لیدنه کې ویلي، ترکي پانګوال کولای شي د کانونو د را ایستنې، د تولیدي، کرنیزو، برېښنا او ټکنالوژۍ د کارخونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته و ویل: «له ترکیې سره د ۲۰۲۳ کال پر مهال د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده چې له ډلې یې ۲۳ میلیونه ډالر صادرات او ۷۷ میلیونه ډالر یې واردات وو. ترکیې ته د افغانستان ډېری صادر شوي توکي بادام، ممیز، د غوا پوټکی، زڼکۍ، وړۍ، روغتیایي بوټي دي او هېواد ته د ترکیې صادرات بیا طبي توکي، شامپو، غالۍ، بټرۍ، چاکلیټ، سره زر او فرش دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د ترکیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې پراختیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډه خونه هم جوړه شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند و ویل: « د سوداګرۍ او پانګونې خونهد ځینو سیمه ییزو او نړۍوالو پروژو برخو کې بنسټونه جوړوي، د بېلګې په ډوله موږ هڅه کوي چې افغانستان له ترکیې سره د اورګاډي پټلۍ ولري ترڅو له یو اړخه زموږ د کرایې لګښت راکم شي او له بلې اړخه موږ غواړو چې د اورګاډي پټلۍ له لارې له نړۍ سره ونښلیږو.»
د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي ټینګار کوي چې د سوداګرو او پانګوالو د راجلبولو لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره ښه تعامل ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وایي:« هرڅومره چې د سیمې له هېوادونو سره زموږ سوداګریز او اقتصادي اړیکې زیاتیږي هاغومره به د هېواد د اقتصادي ستونزو حل کې مرسته وکړي.»
تر دې مخکې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته هم سفر کړی و له ترکي چارواکو سره یې د سوداګرۍ د پراختیا په تړاو خبرې کړې.
په دې اړه مو اندونه