Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: د تورخم بندر د پرانیستو لپاره خبرې اترې روانې دي

د اسلامي امارت چارواکي وایي چې د سوداګریزو توکو د لېږدونکو موټرونو پر مخ د تورخم بندر د بېرته پرانیستلو په تړاو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وایي چې دغه بندر لومړی د پاکستاني سرتېرو له خوا تړل شوی او د دواړو هېوادونو چارواکي یې د پرانیستو لپاره د خبرو اترو په حال کې دي.

ښاغلي مجاهد وویل:«زموږ سوداګر او ناروغان له ستونزو سره مخ دي. ستونزې د پاکستان له لوري راولاړې شوې دي، خبرې اترې روانې دي، وګورو چې څه وخت حل کېږي.»

ځينې سوداګر له څلورو ورځو راهیسې د تورخم دروازې پر تړل کېدو نیوکې کوي او وايي، پاکستان تل د سیاسي ستونزو له امله پر خصوصي سکټور فشار راوړي.

دغه سوداګر د سوداګریزو موټرو پر وړاندې راپورته شوې ننګونې د ټولو نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ابټا تړون پر خلاف بولي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي څرګندوي:«پاکستان اوس د ابټا او نړۍوالو قوانینو پر خلاف له مو سره چلند کوي. موږ د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو چې له پاکستان سره له ډیپلوماټیکې لارې دغه ستونزې په بنسټيزه توګه حل کړي.»

له دې سره سم، د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د بار وړونکو موټرو پر وړاندې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله د دواړو لورو سلګونه موټرې ولاړې دي او هغوی ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه خونه له اسلامي امارت او پاکستانه غواړي چې ژر تر ژره د تورخم بندر بېرته پرانیزي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجراییوي رییس نقیب الله ساپی په دې هکله وویل:«د تورخم دواړو لورو ته او په نورو بندرونو کې ډېر باروړونکي موتر ګیرپاتې دي. ځينې توکي دي چې د خرابېدو په حال کې دي او ټرانزیټي توکي هم دي چې پر هغوی جریمه وضع شوې ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی هم څرګندوي:«درې یا څلور میاشتې مخکې پاکستان لارښونه کړې ټول هغه موټر چلوونکي چې پر تورخم ځي راځي، باید پاسپورټ او ویزه ولري، خو ډېره ستونزمنه وه چې د دوه یا درې زره تنو لپاره پاسپورټ او ویزې چمتو کړو.»

ورته مهال ځينې پاکستاني رسنیو بیا د تورخم بندر د بدیلو لارو په تړاو د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو ترسره کېدو راپورونه هم خپاره کړي دي.

د تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې زیاتې شوي او دغه وضعیت د دې لامل شوی چې څو ځله د تورخم دروازه او یو شمېر نور بندرونه د سوداګریزو توکو او مسافرو پر مخ وتړل شي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د بار وړونکو موټرو پر وړاندې د تورخم بندر د تړل کېدو له امله د دواړو لورو سلګونه موټرې ولاړې دي او هغوی ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه