Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دصرافیو او مالي خدمتونو شرکتونو د فعالیت څرنګوالي په تړاو د ا.ا د مشر فرمان

د اسلامي امارت مشر په هېواد کې، د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو او صرافیو د فعالیت د څرنګوالي په تړاو فرمان صادر کړی دی.

د دغه فرمان پر بنسټ په هېواد کې صرافۍ او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه مکلف دي چې جواز واخلي او هغه کسان چې په واټونو کې مالي خدمتونه وړاندې کوي هغوی هم باید د فعالیت کارټ واخلي.

 د اسلامي امارت ویاند د دغه فرمان د صادرېدو موخه د هېواد د صرافیو د فعالیت ښه کېدل ګڼي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:«موږ به د هغه له پلي کولو سره وتوانېږو چې په هېواد کې پر صرافیو ښه کنټرول ولرو او همدارنګه خپل‌سرۍ او هغه زیانونه چې له دې اړخه اقتصاد ته رسېږي، د هغه مخنیوی به وشي.»

بل پلو، د صرافانو ټولنه د دغه فرمان په هرکلي سره وایي چې دغه فرمان په هېواد کې د پولي خدمتونو فعالیت منظم کولای شي او د صرافانو د ناقانونه فعالیت مخه نیول شي.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغه فرمان کې د پیسو قاچاق ډېر جدي نیول شوی چې صراف په هېڅ ډول نه‌شي کولای پیسې په ځانګړې توګه امریکايي ډالر د قاچاق په توګه له هېواده ولېږدوي.»

بل خوا یو شمېر شنونکي په هېواد کې د پولي او مالي خدمتونو د وړاندې کولو د شرکتونو رول اغېزناک ګڼي او د دوی د فعالیتونو پر قانوني کېدو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر څرګندوي:«له شک پرته چې دغه موضوع د صرافیو د خدمتونو د وړاندې کولو په روڼتیا او د پیسو له مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخه کې د مسوولیت منلو په برخه کې کولای شي اغېزمن پرېوځي.»

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰۰۰ شرکتونو د پیسو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه