Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوالو الوتنو له پیل سره هېواد ته د بهرنیو وګړو د تګ راتګ کچې لوړېدل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، تېر کال د کابل د هوايي ډګر له لارې شاوخوا ۸۱۰ زره کسانو له هېواده بهر ته تګ راتګ کړی چې شاوخوا ۱۲۰ زره یې بهرني وګړي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د هېواد له هوايي ډګرونو  د نړۍوالو الوتنو د بیا پیلېدو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي په دې تړاو و ویل: تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به ترکش اییرلاین هم خپلې الوتنې افغانستان ته پیل کړې. له تخنیکي اړخه او د هوايي ډګرونو له معیاري اړخه موږ ستونزه نه لرو.   

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نورو هېوادونو د وېزو په ترلاسه کولو کې د ستونزو له امله د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې الوتنې کمې شوي دي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي طلوع نیوز ته و ویل: یوه بله ستونزه دا ده چې ویزه نشته، ګڼ شمیر سوداګرو ته له ایران او پاکستان پرته نور هېوادونه ویزې نه ورکوي. دوبۍ په بشپړه توګه خپلې ویزې بندې کړې دي. نور عربي هېوادونه، اروپا او امریکا کې او هند هم حتی د خلکو پنځه کلنې ویزې رد کړې دي. دا زموږ د سوداګرۍ او نړۍوال تګ راتګ پر وړاندې سخته ضربه ده. 

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې د هېواد له هوايي ډګرونو د نړیوالو الوتنو بیا پیلېدل د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شکیب میر وايي: د هوايي چلند په برخه کې پرمختګونه او تګ راتګ به د هوايي چلند په برخه کې د ودې لامل شي. همدا راز د هوايي چلند د سکټور عواید به هم ورسره زیات شي. همدا راز به د هوايي چلند له ودې سره افغاني توکي هم بهر ته ولېږدول شي. دا به د ملي اقتصاد په ګټه وي.  

دا په داسې حال کې ده چې د فلای دوبۍ او ایېرعربیه په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه