د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د ۲۲ میلیونو سیمکارتونو له ډلې نېږدې ۸میلیونه یې ثبت شوي او د هغې ثبت په بهیر کې هم ډېرې ستونزې شته، او د هوارۍ په موخه یې دې وزارت طرحه جوړه کړې ده.
یاد وزارت وايي چې جوړه شوې طرحه یې مخابراتي شرکتونو ته لېږلې او له مخې یې باید دوی خپل ټول سیمکارتونه د شپږو میاشتو په اوږدو کې ثبت کړي.
د یاد وزارت ویاند، نجیب ننګیال څرګندوي:«ښايي کابو اوه او یا اته میلیونه سیم کارتونه راجستر وي، خو د سم راجستر په اړه یې ډاډه نه یوو، ځکه چې ځینو ځایونو کې په یوې تذکرې پنځه، لس او یا پنځلس سیم کارتونه هم راجستر شوي دي.»
له بلې خوا د مالوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان د مخابراتو وزارت دې طرحې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې په غیرمعیاري توګه د سیمکارتونو پلور د امنیتي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي.
د ټکنالوژۍ برخې کارپوه، مسافرشاه خراساني وايي:«له شرکتونو سره یو شمېر قراردادیان د خپل کار لپاره فعال سیم کارتونه اخلي. یو شمېر شرکتونه هم د خپل پلور لپاره سیم کارتونه پرته له راجستر څخه پرېږدي بلاخره سیم کارتونه تور بازار ته ځي او پلورل کېږي.»
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال په هېواد کې د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو لخوا ۲۸ میلیونه سیمکارتونه پلورل شوي او له ډلې یې ۶ میلیونه غیرفعاله او ۱۴ میلیونه نور یې غیرفعال دي