د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي په نېږدې راتلونکي کې، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراختیا خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت مسوولین په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل د افغانستان محصولاتو ته د اندونیزیا د اوسېدونکو لېوالتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې پانګونې ته په پام سره د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ د څانګې مشر اریانا تریمیټریاکوډو وویل:« موږ دواړه مسلمان هېوادونه یوو، د نساجي صنایع او ډول ډول درملو په شان زموږ ډېری تولیداتو ته د افغانستان په بازارونو کې اړتیا ده او د افغانستان ډېری تولیدات بیا زموږ په هېواد کې ښه بازار لري.»
له بلخوا د اندونیزیا د سفارت مسوولین وايي د سوداګریزو، سیاسي او ټولنیزو اړیکو ودې ته په پام سره دواړه هېوادونه هڅه کوي د هغو افغان سوداګرو شمېر چې ټاکل شوې د جاکارتا په لوی نندارتون کې ګډون وکړي دوه برابره شي.
د اندونیزیا په سفارت کې د عامه اوټولنیزو چارو مسوول سام اریادي وویل:« موږ له افغانستان سره په اقتصادي اړیکو کې نوی باب پرانیستی دی او په وروستیو کلونو کې تل له افغانستان سره زموږ د سوداګرۍ کچه په زیاتېدو وه، باید ووایم چې اندونیزیا په څه د پاسه ۲۰۰ مېلیون وګړو سره د افغانستان د محصولاتو لپاره ښه بازار دی.»
اندونیزیا د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره نوی بازار دی، که څه هم تراوسه له دغه هېواد سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لږ ده خو ویل کېږي د افغانستان محصولاتو ته د اندونیزیا د خلکو اړتیاوو ته په پام سره ښايي په راتلونکو کلونو کې اندونیزیا ته د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شي.