له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د امریکا متحده ایالتونو سفیر، د ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایلی دی.
اجراییه ریاست په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکي، چې جان بس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په پرونۍ (سهشنبه، د لړم لومړۍ) ناسته کې د ولسي جرګې ټاکنې یو ګام پرمختګ بللی دی.
د خبرپاڼې پر اساس دواړو خواوو پر وروستیو ټاکنو او په هېواد کې پر روان وضعیت بحث وکړ.
سرچینه زیاتوي، اجراییه رییس په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د طالبانو، د طالبانو ملاتړو او نړیوالو ته یو روښانه پیغام ورکوونکی وباله او زیاته يې کړه، چې د افغانستان خلک ډيموکراټیکو ارزښتونو ته ژمن دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۱۸) ترسره شوې، چې د ولسي جرګې ۲۵۰ چوکیو ته پکې ۲۵۶۵ تنو ځانونه نوماندان کړي و.
د ټاکنو کمېسیون ویلي، وروستۍ پایلې به يې د روانې لړم میاشتې په ۱۵مه اعلان شي.