د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۳۵ تنو نومونه د نوماندانو له وروستي نوملړه ایستلي دي.
د هغو سندونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي د لاندينیو کسانو نومونه حذف شوي دي.
• له کندز ولایت کې محب الله، احمدشاه شمس، امان الله هوتکي
• له بامیانو عبدالرحمن شهیداني
• په بدخشان کې فوزیه کوفي، محمد نبي بیان، عبدالصمد عبدالحمید، مریم کوفي
• په بغلان ولایت کې سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی، حیات الله وفا
• په بلخ ولایت کې اسدالله شریفي
• په پروان ولایت کې غلام حیدر جیلاني، نور احمد سکندر
• په پکتیا کې الله میر، نوید ابراهیم خیل
• په تخار ولایت کې بشیر قانت، اسدالله ایوب
• په خوست ولایت کې لیاقت الله بابکرخیل، جبار جبارخیل
• په سمنګانو کې معصومه خاوري، محمد اصف عظیمي، رییس خیرالله
• په کابل ولایت کې سخي نوید، قیس حسن، مولوي تره خېل محمدي، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخیل، احسان الله عاطف، شیرعلي احمدزی، زرداد فریادي
• په لوګر کې شایسته باز ناصری
• اکبر ستانکزی او په ننګرهار کې جاوېد زمان
له هغو کسانو دي چې نومونه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه ایستل شي دي.
له دې وړاندې د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون د ځانګړي کمېسیون له وسلهوالو کسانو سره د اړیکو په تور د ۲۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه ایستلي وو.
له هغې وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او شونې ده چې له دغه نوملړه ډېر نور نومونه هم وایستل شي.