د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي په غزني ولایت کې د پارلماني ټاکنو د ځنډولو لپاره ګمارل شوې ګمېتې ته د ټاکنو قانون د ۱۰۴ مادې په واسطه وړاندیز کړی.
د دغه کمېسیون په پرېکړه کې چې طلوع نیوز ته رسېدلې راغلي:«چې په غزني ولایت د خراب امنیتي وضعیت او ځينو نورو ستونزو له امله، د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوي کې د دې امکان شته چې په دغه ولایت کې عمومي او عادلانه استازولي تامین نه شي. نو پر دې اساس، د ټاکنو قانون د ۱۰۴ مادې د لومړۍ فقرې پر اساس ګمارل شوې کمېټې ته د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډېدل وړاندیز کړي دي.»
د ټاکنو قانون ۱۰۴ مه ماده
«هر کله چې امنیتي اوضاع، پېښې او طبیعي افات یا د دې په څېر حالت، د عمومي او عادلانه استازولۍ اصل د ټاکنو په ترسراوي کې ناشونی کړي او یا دا د ټاکنو پړاونو ته زیان ورسوي. ټاکنې د کمېسیون په وړاندیز او د ملي امنیت شورا د رییس او غړو، د ملي شورا ګانو رییسان، د سترې محکمې رییس او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار خپلواک کمېسیون، څخه د جوړې شوې کمېټې له تایید سره څلور میاشتې ځنډول کېږي.»
دویم بند
کهچېرې د دغې مادې په لومړی فقره کې ذکر شوي حالات او اوضاع د څلورو میاشتو په موده کې حل نه شي کمېټه کولای شي نوموړې موده د څلورو نورو میاشتو لپاره وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ټاکنو خپلواک کمېسیون په غزني ولایت کې د ټاکنو مهالوېش اعلان کړ.
د دغه مهالوېش پر بنسټ، د غزني ولایت په د ولسوالیو په مرکز او کلیو کې هم مهاله د رایو ورکوونکو نوملیکنه د زمري له شپږمې تر ۲۵ مې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د زمري په ۱۰ نېټه پيلېږي او د زمري په ۲۲مه نېټه پای ته رسېږي.