د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې د چنګاښ میاشتې پر دویمه له امنیتي پلوه د رایې ورکونې د مرکزونو نوملړ اعلانېده؛ خو د دغه نوملړ اعلانېدل ځنډول شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«د مهال وېش پر مطابق نن باید (شنبې د چنګاښ په ۲ مه) د مرکزونو موضوع وروستۍ کېده؛ د دې له امله چې د بهیر درېیم پړاو (د رایو ورکوونکو نوملیکنې) وغځول شو په همدې منظور د مرکزونو وروستي کېدل د چنګاښ تر ۱۵ مه مشخص نه دي.»
اخوا د هېواد امنیتي او دفاعي بنسټونه د ټاکنو د بهیر د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو هڅو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي:«موږ د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره ټول فعالیتونه چې شونې دي په ټول افغانستان کې به ترسره شي.»
خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي پر دې بهیر بې باوره دي.
د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین کیانوال څرګنده وي:«کهچېرې سراسري ټاکنې غواړئ باید په ټول افغانستان کې امنیت راوړل شي.»
اخوا په غزني ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې تړلی دی او په دغه ولایت کې ټول ټاکنیز بهیرونه په یو ډول په ټپه ولاړ دي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د همدې اوونۍ تر پایه به دا ستونزه هواره شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«د غزني موضوع کمېسیون ته یوه جدي موضوع ده، او د ټاکنو کمېسیون له مهمو کارونو څخه ده چې ورته یوه حل لاره پیدا کړي په همدې اوونۍ کې به د کمېسیون په اجنډا کې شامله شي او یوه پرېکړه به ونیول شي.»
بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو د لومړني نوملړ د اعلانولو کار د همدې اوونۍ تروروستیو پای ته رسېږي؛ او تر اوسه دوه پر درېیمه برخه نوماندان په نوملړ کې ثبت شوي دي.