د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.
دغه کمېسیون همدارنګه وايي چې د کابل د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې او د دغه کمېسیون کارکوونکي د دغې بیاشمېرنې د مالوماتو د ثبتولو په حال کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۹ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، خو وروستۍ پایلې به د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا د شکایتونو له څېړلو وروسته اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن د کابل ولایت د رایو د بیاشمېرنې په اړه وايي:«په نوملړ کې به بدلون راشي او کمېسیون او د افغانستان خلک باید وروستۍ پرېکړه چې نیسي باید ومني.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا د پکتیا، ننګرهار، بغلان او کابل ولایتونو د رایو شمېرلو ډېرې ستونزې لرلې چې له څېړنو وروسته به د دغو ولایتونو پایلې هم اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«په دوه ولایتونو کې ډېرې ستونزې وې چې د پکتیا او بغلان ولایتونو وو. او د کابل ولایت د رایو بیاشمېرنه پای ته رسېدلې ټولې پایلې بیا شمېرل شوې او د پاڼو بیاشمېرنه په سیسټم کې ثبتېږي. درې ورځې کېږي چې ثبت دوام لري.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن همدارنګه وايي چې:«د سترو ولایتونو لکه د ننګرهار ولایت پایلې تر څو ورځو اعلان شي او نورو ولایتونه چې ستونزې یې پراخې دي لکه کابل د دې سربېره چې هڅې روانې دي خو زه ډېره هیلهمنه نه یم چې اعلان شي خو فکر کوم چې لږ به وځنډېږي.»
د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۲۵۶۵ تنو د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره سره سیالي وکړه چې ۳۳ چوکۍ یې د پلازمېنې دي.
په دې اړه مو اندونه