Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر نیمه ریاستي نظام یوځل بیا د یونس قانوني ټينګار

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی محمد یونس قانوني نن سې‎شنبې یوځل بیا د نیمه ریاستي نظام په رامنځته کېدو سره له خپل دریځه دفاع وکړه او وې ویل چې یو ډېر شمېر هېوادوالو د هغه د ټلېفوني اړیکې له محتوا اومنځپانګې چې د نیمه ریاستي نظام په اړه بحث شوی هرکلی کړی دی.

ښاغلي قانوني په دې اړه وویل:«په ورته وخت کې، د دغې ټلېفوني اړیکې له منځپانګې چې د افغانستان د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه بحث شوی یو ډېر شمېر هېوادوالو تود هرکلی کړی او زه د هغوی د مینې او لطف نه مننه کوم.»

د رسنیو له خوا د هغه د ټلېفوني اړیکې د خپرېدو په غبرګون کې قانوني دغه کړنه د رسنیو له ټولو اخلاقي موازینو سره په ټکر کې بولي.

ښاغلي قانوني وویل:«تېره ورځ په یوې ټلېفوني اړیکه کې چې بهر کې له یوه ملګري سره مې لرله د ټولو موازینو پر خلاف د افغانستان رسنیو کې خپره شوه. دا حرکت د رسنیز اخلاق او حتا د انساني اخلاقو له پلوه سم نه وو چې زموږ د ځينو دوستانو د ناراحتۍ او ځور لامل شو.»

هغه وویل هغه ادبیات چې په شخصي او رسمي مکالمه کې کارول کېږي توپیر لري او ځينو د عرض له مخکې غوښتي چې له دغې اړیکې څخه سیاسي استفاده وکړي.

ښاغلي قانوني د نیمه ریاستي نظام په اړه ویلي:«موږ شپاړس کاله مخکې په افغانستان کې د نظام د جوږښت بدلون غوښتونکي وو او اوس هم یوو. موږ د غیر متمرکز نظام پلویان په تېر کې د اساسي قانون د تصویب پر مهال وو او نن هم اوسنی متمرکز نظام د افغانستان په ګټه نه ګڼو، د اوسني ریاستي نظام، نیمه ریاستي نظام ته یوو. موږ د رادیکال د بدلون غوښتونکي نه یوو، هغه بدلون چې د افغانستان له عیني واقعیتونو سره سمون لري او غواړو چې اوسنی ریاستي نظام نیمه ریاستي نظام ته بدل شي، اوسنی اجراییه ریاست چې په دوه سري حکومت باندې مشهور شوی په صدارت بدل شي.»

هغه همدارنګه ټنیګار وکړ چې دغه غوښتنه د جمعیت اسلامي په چوکات کې هم شوی او په حقیقت کې د دغه ګوند پر سیاسی پروګرام بدل شو.

په ورته وخت کې جزب اسلامي په یوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د ګټو تامین د حزب لپاره تل یو اصل دی او د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه تراوسه ولسمشرۍ ټاکنو ته د دغه ګوند له ادرسه د نوماند پر معرفۍ ټینګار کوي.

په دغې اعلامیه کې راغلي:«د جمعیت اسلامي لپاره د دغه ګوند د مبارزاتو په لړ کې، د واک ترلاسه کول او د افغانستان د خلکو لپاره د ګټو تامین له دغه ادرسه، تل یو اصل دی. د جعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا د دغه ګوند له ادرسه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند د معرفي کولو لپاره ټینګار لري. د دغه مورد جزییات به په خپل وخت له ټولو غړو او پلویانو او د افغانستان له خلکو سره شریک شي.»

په دغې اعلامیه کې د قانوني د ټلېفوني اړیکې په اړه هم ویلي:«په غږیز پیغام کې د ښاغلي محمد یونس قانوني څرګندونې د چا ټکټ ته د مرستیال په توګه تلل، د نوماندانو د ګټلو او یا نه ګټلو په اړه له مخکې قضاوت، دننه په ګوند او له ګوند بهر په محترمو شخصیتونو تور پورې کول چې رسنیو ته رسېدلي، د هغه شخصي څرګندونې دي او جمعیت اسلامي پورې اړه نه لري.»

د ښاغلي قانوني ټلېفوني اړیکه

ښاغلي یونس قانون په یوه غږیز پيغام کې چې طلوع نیوز ته رسېدلی، وايي چې ولسمشر غني له ریاستي نیمه ریاستي ته د نظام جوړښت له بدلون سره مخالف دی، خو حنیف اتمر له دغې طرحې سره سل په سلو کې موافق دی.

ښاغلي قانوني په دغه غږیز پیغام کې د جمعیت اسلامي ګوند پر دوه ډلو کېدو هم غږېږي او وايي چې په دغې پرېکړه کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‎الدین رباني په پرېکړه کې له هغه سره نشته.

له دې مخکې هم داسې رپوټونه چې ګواکې یونس قانوني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حنیف اتمر د لومړي مرستیال په توګه معرفي شي.

ښاغلي اتمر ته نږدې سرچینې وايي چې د ټاکنیز ټکټ د برابرولو لپاره له جمعیت اسلامي ګوند سره په لوړه کچه خبرې اترې شوې دي او دا خبرې اترې دوام لري. 

آقای قانونی در واکنش به نشر مکالمه تلفونی‌اش از سوی رسانه‌ها، این عملکرد را خلاف همه موازین اخلاقی و رسانه‌یی عنوان کرد.

شریک یي کړئ