د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي یو شمېر حکومتي مسوولین له نوملړه د ځينو ایستلو شویو نوماندانو څخه ملاتړ کوي.
دغه کمېسیون په داسې حال کې چې د لیرې شویو نوماندانو د پلویانو لخوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د دروازو تړل کېدل د قانون پرخلاف بولي له حکومته غواړي هغه مسوولین چې له دغو اعتراضونو ملاتړ کوي باید د عدلي او قضايي ادارو لخوا ترې پلټنې وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، خپل کارونه یې د قانون پربنسټ سرته رسولي او شوې پرېکړه یې وروستۍ ده او دغه راز هیڅوک د دوی په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي:«ټول خلک باید ډاډ ورلري چې موږ دمګړۍ، په تېر او راتلونکي کې خپل کار په خپلواکه او بې طرفه توګه ترسره کړي دي.»
دغه کمېسیون ګواښ کوي، هغو کسانو چې د کمېسیون له لوري اخطارونه ترلاسه کړي او که په اړه یې دوی ته نور اسناد په لاس ورشي نو له وروستي نوملړه به یې لیرې کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني څرګنده کړه:«هېڅ بنسټ زموږ د پرېکړو د نقص واک نه لري نو پر دې بنسټ دغه ډول کسان او بنسټونه د خپل نظر په څرګندولو کې د هېواد نافذه قوانین په پام کې ونیسي.»
خو یو شمېر لیرې شوي نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کړنې د قانون خلاف بولي او د خپلو اعتراضونو په دوام ټینګار کوي.
یو له لیرې کړل شوی نوماند قیس حسن وايي:«هغه ظلم او جفا چې د شکایتونو کمېسیون زموږ په حق کې کړی داعش یې نه کوي.»
بله حذف کړل شوې نومانده مریم کوفي هم څرګندوي:«تر وروستۍ شېبې خپلې مبارزې ته دوام ورکوم او هېڅکله نه پرېږدم چې په بدخشان کې ټاکنې ترسره شي.»
د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو له حکومت وغوښتل څو هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډوي.
د دې کمېسیون غړو همداراز وویل، له هېڅ راز ګواښ او زورواک څخه ډار نه لري او د قانون پر بنسټ، د خلکو په غوښتنه او د ملي ګټور په نظر کې نیولو سره یې هر څه سرته رسولي دي.