د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ځانمرګۍ برید په پایله کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څـلور نور ټپیان شوي دي.
سیمهييز چارواکي وايي چې برید د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې شوی دی.
له پېښې څو شېبې وروسته سیمهيیزو چارواکو ویلي وو چې په پېښه کې دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او اته تنه نور د پوځيانو په ګډون ټپیان دي.
خو څو ساعته وروسته یې تائيد کړه چې په پېښه کې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپيان دي.
دې چارواکو وژل شویو او ټپيانو پېژاند په اړه څه ونه ویل.
د برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.