د افغانستان سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو لیدنې بېلابېل غبرګونونه را پارولي.
کابل مېشتي پخواني طالب چارواکي دا یو مثبت ګام بولي او زیاتوي چې په دې ډول به د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره خبرې اترې لا زیاتې شي.
پخوانی طالب مشر سید اکبر اغا وايي: «یوازې دا خبره طالبانو ورته کړې ده، چې خارجیان دې له افغانستانه ووځي، سوله بیا را تللی شي، د خارجیانو په بودن کې سوله نه شي راتللی، نو بیا دا چې خارجیان څنګه ووځي یا څه وخت به ووځي، هغه بیا په مذاکراتو کې معلومېږي.»
د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر چې تازه يې د سنا مجلس غړیتوب هم اخیستی هم ورته نظر لري، هغه وویل: «دواړه طرفونه طالبان او دولت باید د مذاکرتو په یوه پکیج باندې په یوه طرحه باندې باید توافق وکړي.»
زلمي خلیلزاد له اسلام اباد، کابل او ریاض وروسته قطر ته سفر وکړ او له طالب مشرانو سره يې خبرې وکړې، د سولې عالي شورا وايي چې وروستی تصمیم له افغان حکومت سره دی.
د دې شورا غړي رحیم بېګ یعقوبي وویل: «د سولې مسئله یوه ډېره پېچله مسئله ده او ډېر زیات اړخونه لري، چې په مذاکرتو کې باید حل شي، حتماً حللارې هم شته.»
په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کانت پیتر د خپلو ځواکونو موجودیت د سولې لپاره ګڼي: «دلته زموږ د موجودیت هدف دا دی، چې ستاسې له سیاسي رهبري سره د یو مسالمت امیز چاپیريال لپاره مرسته وکړي.»
د مشرانو جرګې غړي د نظرونو په تفاوت سربېره ځينې د ښاغلي خلیلزاد دا ګام ستايي، د دې جرګې مشر فضلهادي مسلمیار وویل: «اوس امریکا ور داخله شوې ده، خدای دې وکړي چې له دې حالت نه ښه استفاده وشي.»
خو د مسلمیار مرستیال محمد علم ایزدیار وايي: «چې نړیوال ضمانت نه وي، نو سوله به لکه مخکې چې يې پایله نه لرله اوس هم متاسفانه پایله نه ورکوي.»
د مشرانو جرګې بل غړي احمد یوسف نورستاني وویل: «موږ باید دومره هم خوشبینه ونه اوسو، په دې خاطر چې یو فکر نه کوم پاکستان د زلمي خلیلزاد له راتګ سره اخلاص ولري.»
د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح د الجزیزه شبکې د دې خبر په غبرګون کې چې ښاغلی خلیلزاد او طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې توافق ته رسېدلي بېل غبرګون ښوودلی.
هغه پخپله ټویټرپاڼه لیکلي، که دا خبر رښتیا وي، نو د مقاومت حوزې لپاره وخت را رسېدلی چې د افغانستان د خلکو د وقار د دفاع لپاره د تروریستانو طالبانو بر وړاندې مبارزه پیل کړي، د ده په وینا شک او تردید مخ پر زیاتو دی.
زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت په اوږدو کې پاکستان، سعودي عربستان او قطر کې له طالبانو سره له خبرو وروسته کابل ته را وګرځيد او د حکومت او د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره يې خبرې وکړي.