ډاکټر زلمی خلیلزاد تېره ورځ له خپل دویمي سفر نه کابل ته را ورسید او نن (دوشنبه، د لړم ۲۸مه) يې له ډاکټر غني سره هم ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، چې په دې ناسته کې زلمي خلیلزاد ډاکټر غني ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه: «هغه اوازې چې په دې ورځو کې خپرې شوې، چې ګواکې مؤقت حکومت جوړېږي یا هم ټاکنې ځنډېږي، بې اساسه دي.»
طالبانو د زلمی خلیلزاد او خپلو استازو تر منځ د خبرو اترو اړوند خپره کړې خبرپاڼه کې هم ویلي، چې د مؤقت حکومت اوازې بې اساسه دي او دوی پر هیڅ مسئله هوکړه نه ده کړې.
د سولې عالي شورا وايي زلمي خلیلزاد ورته ویلي چې له طالبانو سره يې څو ناستې کړې او هغوی د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی دی.
د دې شورا مرستیال عطاءالله سلیم وايي، ښه به دا وي چې تر ټاکنو وړاندې یوې پایلې ته ورسېږو: «مخکې له دې چې ټاکنې روارسېږي، لازمه ده او مصلحت په دې کې دی که زمینه برابره شي او خبرو اترو ته ورسېږو.»
زلمي خلیلزاد هم له خبریالانو سره خبرو کې وویل، د سولې خبرو اترو ته «محتاطانه خوشبین» دی، هغه زیاته کړه: «نه غواړم د سولې پر وړاندې پراته خنډونه نا پامه ونیسم او نه غواړم بې ځایه تمې پیدا کړم، خو اړتیا ده چې حکومت یو با صلاحیته پلاوی د خبرو اترو لپاره وټاکي او زه فکر کوم چې حکومت د همداسې او ټولشموله پلاوي پر ګمارلو بوخت دی، چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.»
د جمعیتاسلامي د رهبري شورا غړی محمد اسماعیل خان هم د زلمي خلیلزاد هڅو ته خوښ دی، هغه وايي نوي او هیله ورکوونکي څه يې ترې اورېدلي دي: «له خلیلزاد صاحب سره مې چې لیدنه لرله، نوي او هیله ورکوونکي څه مې ترې واورېدل.»
دا په داسې حال کې دی چې نن زلمي خلیلزاد له ډاکټر غني سره هم لیدلي دي، له ارګ نه رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم غني ته ډاډ ورکړ او ويې ویل په دې اړه تصمیم د افغانانو خپل کار دی.
خبرپاڼه لیکي: «ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان خلکو، حکومت او قوانینو ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې د افغانانو په اراده او تصمیم ترسره کېږي او د امریکا متحدو ایالتونو حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.»
په خبر پاڼه کې د زلمي خلیلزاد په حواله راغلي: «شرایطو ته په پام تر بل هر وخت د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده.»
زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت له دویم سفر نه تېره ورځ کابل ته را ورسید، چې پکې يې له طالبانو سره څو ورځې پرلپسې خبرې هم کړې دي.
کابل ته له رارسېدو وروسته يې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، هیله لري چې د ولسمشریزو ټاکنو تر را رسېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې یوې پایلې ته ورسېږي.